لیکوال: ظاهر ایوبی د داکتر سلیمان لیسه ښوونکی

دویمه برخه

اقتصادې اوضاع:

د شیرین میاشتنۍ پاڼه گرانو لوستونکوته یوځل بیا د افغانستان په اوسنیو حالاتوکې تر عنوان لاندې چی په دویمه برخه اقتصادي اوضاع مخکښ کیږی د لوستلو لپاره زیار ورکوږ

     به دا برخه د مقدمه په توگه ولیکو چی د شیرین میاشتنۍ پانه د خپروندیه دفتر، مسئول مدير ښاغلی علی شجاعې له خوا رالیږل شوی پیشنهادې لیکنه پربنسټ، دنده زما په برخه شو چی دنوموړی عنوان سره سم د پښتو څانگی لیکنو مسئوليت په غاړه اخلم، دیادونه وړدې چی به تیرنۍ یا لومړۍ برخه، له کامپیوتری ټایپ، ځینو غلطو املایی کلمو لیکل شوی ؤ چی پر انشایی او ادبی قواعد هم اغیز در لود، نو مونږ له گرانو ستونکو څخه له دې کبله ډیره ډیره بښنه غواړو، هیله مندیو چې خدای جل جلاله توفیق راکړی داځل، دویمه پښتو برخه په سمه ډول ئي تا سوته وړاندی کوو.

    مخکې له ټول لومړﺉ باید و پیژنو چی اقتصاد هغه علم دې چی د انسانانو له ثروتیې وړتیاوې بحث او هدف ئي د بشریت کړنه او روحیات د ثروت ترلاس راوړلودی او دسهولت له مخی په څلور ډوله ویشل کیږی چی تولید، تبادل، توزیع او استهلاک ورته وائي او ځینو اصلاحات لکه شتمنی، نرخ، غوښتی، وړاندی، فایده، نفع، تجارتی کړنه او نورو... پکی استعمالیږی، مونږ په دا مقاله کښی د لوی او بښونکی خدای جل جلاله له توفیق سره د افغانستان اوسنۍ اقتصادی حالت د ثروت له ساحې تر قلم راوړو او لومړی د افغانستان ثروت ته نوم واخلو، زموږ گران هیواد افغانستان په ټولو نړی کی د معادن او بیلابیلو کاڼو څخه لوړ مقام او منزلت لری چی له پخوانیو کلنو تر اوسه پوری د استعماری دولتونو لکه انگریز، امریکې، روسیې، چین، فرانسې او نورو، د تر لاس راوړلو سترگو، افغانستان خواته تیز شوی ده اوپه همدی کبله تاریخی تجاوزات پر افغانستان باندی پیل شوی او تر اوسه پوری دوام لری. له بلې خوا د افغانی بی کفایته حکومتونو، د سواد ټیټه کچه، فرهنگی او اقتصادی بیوزلۍ او په زرکونو ستونزو او کړاوونه له مخی د زمرد، طلا، نقره، فیروزه، سرب، اوسپنه، لعل، لیتیم، او ځینی گازی او نفتی څاگانو، او نورو کاڼونو پخپل طبیعی حالت د افغانستان په بدخشان، غزنی، لوگر، بامیان، شمالی څپو، کندهار، او ډیرو ولایتونو پاتی او استخراج لپاره چمتو دی په اوسنۍ دورې کښی د افغانستان ملی ځنگلونه سر بیره پردې چی بی ځایه قطع شوی او د غلا په توگه گاونډی هیوادونوته صادریږی. پاتینیو برخو اوس مهال، افغانستان ته یولویه شتمنۍ بلل کیږیږ که دا ملی او هیوادی شتمنیو، فنی شکلونه سره سم د حکومت او اداری څانگو له خوا د افغانستان اتل ولس په خدمت کې کارول شی، افغانستان په اوسنۍ اقتصادی اوضاع، د پر مختللو هیوادونو په کتار ولاړیږی. 

                                                      ( پاتی لری )